د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ختیځ زون د مرستون له چارو او د رواني مرکز لپاره د وقف شوې ځمکې  لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۲:۲۵
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ختیځ زون د مرستون له چارو او د رواني مرکز لپاره د وقف شوې ځمکې  لیدنه وکړه!

نن سه شنبه د ذو القعدې د میاشتې پر لومړۍ نېټه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن له مل پلاوي سره ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ختیځ زون د مرستون له بېلابېلو برخو لکه د داخلي مشمولینو د اوسېدو خونې، تفرېح ځایونو، د حرفوي زده کړو له مرکز او د مرستون له چاپېریال د ليدنې ترڅنګ د بهسودو ولسوالۍ د هډې اخند زاده  سيمې د خلکو له لوري  د رواني ناروغانو د ساتنې او پالنې د معياري مرکز لپاره له وقف شوې ځمکې هم ارزونه وکړه.
ښاغلي مرستيال د مرستون له داخلي مشمولينو سره خبرې وکړې، مسٸولينو ته يې لازمې سپارښتنې وکړې،  د هغوى ستونزې يې له نږدې واورېدې او د حل په موخه يې ډاډ ورکړ.

دا راز ښاغلي حافظ عزيز الرحمن  د هډې اخند زاده سيمې له علماوو، قومي مشرانو او سپين ږيرو مننه وکړه چې د خير ښېګڼې په نيت يې سرې مياشتې ته ياده ځمکه وقف کړې ده.
په پام کې ده چې د امکاناتو په برابرېدو سره به په ياده ځمکه کې د افغاني سرې مياشتې له لوري د هر ډول اسانتياوو په لرلو سره د ختيځ زون په کچه د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې يو معياري مرکز جوړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۵۷
Background image

کونړ کې له ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د لمریزې برېښنا اړوند توکو مرسته وشوه

چهارشنبه، ۲۴ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت، نورګل ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره په جوړ شوي پنډغالي کې له ۲۰۰ زیانمنو شوو کورنیو سره د هغوی د برېښنايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۹:۱۶
Background image

پکتيکا؛ تېرو ٣٠ ورځو کې زرګونو اړمنو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

چهارشنبه، ٢۴ ربيع الأول ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د پکتيکا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٤٨٦٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۸:۵۶
Background image

فراه کې د ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پر رضاکارو ښوونکو نغدې پیسې ووېشل شوې

سې شنبه، ۲۳ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د فراه په بالابولک، خاک سفید او قلعه ګاه ولسوالیو کې د ناچاوده توکو د پېژندنې، د ځان خونديتوب او خطرونو په اړه د عامه پوهاوي د. . .

BACK TO NEWS