د افغاني سرې میاشتې له لورې رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنى ورکشاپ جوړ شو!

افغاني سره میاشت تل هڅه کوي چې د خپلو رضاکارانو ظرفیت لوړ کړي په همدې موخه، د روان ۱۴۴۴ کال د ربیع الثاني په ۱۸ د افغاني سرې میاشتې د نشراتو او لومړنیو مرستو مدیرانو له لورې په نیمروز ولایت کې ۲۲ تنه رضاکارانو ته د لومړنیو مرستو، غورځنګ او افغاني سرې میاشتې موخو او پیژندنې په اړه درې ورځنې ورکشاپ جوړ شو.