د سېلاب خیریه بنسټ له لوري پر ۲۰۰ بې سرپرسته کورنیو د خوراکي توکو مرسته وېشل کېږي

کابل - یکشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۶ ه ق
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام په مرکزي دفتر کې د سېلاب خیریه بنسټ له مشر ښاغلي سید احمد سېلاب سره د بې سرپرسته کورنیو د لاسنیوي او هغوی ته د مرستو برابرولو په موخه وکتل.
کتنه کې سرپرست عمومي رئیس د اړمنو او بې وزله کورنیو د ملاتړ برخه کې د سېلاب خیریه بنسټ د فعالیتونو ستاینه وکړه او د افغاني سرې میاشتې له لارې یې اړمنو کورنیو ته د مرستو رسولو غوښتنه وکړه، نوموړي د سېلاب خیریه بنسټ مشر ته ډاډ ورکړ چې مرستې به یې په بشپړ شفافیت تر بې وزله کورنیو ورسول شي.
له بل لوري د سېلاب خیریه بنسټ مشر ژمنه وکړه چې نږدې ورځو کې به د افغاني سرې میاشتې له لارې مرکزي مرستون کې پر ۲۰۰ بې سرپرسته کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشي او هم به راتلونکي کې د نورو بشري مرستو برابرولو هڅې وکړي.