د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د الخدمت فاونډیشن له مشر عبدالشکور سره د افغانانو پر اړتیاو لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۰ - ۲۰:۲۵
مولوی مطیع الحق خالص سر پرست ریاست عمومی افغانی سره میاشت با محترم عبدالشکور رییس الخدمت فوندیشن روی حل مشکلات و ضروریات افغان ها ملاقات نمود!

د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص تېره ورځ د ۱۴۰۰لمریز کال د لیندۍ پر ۱۹مه، چې له ۵/۵/۱۴۴۳ سپوږمیزې نېټې سره سمون خوري؛ پاکستان هېواد ته د خپل روان سفر په ترڅ کې په لاهور ښار کې د الخدمت فاونډېشن له مشر محترم عبدالشکور او غړو سره د الخدمت فانډېشن په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره کړه. په دې لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص افغانستان ته د الخدمت فاونډېشن له لوري په تېر کې د رالېږلو مرستو د مننې په ترڅ کې د الخدمت فاونډېشن له مسوولینو وغوښتل، چې د خوراکي موادو تر څنګ روغتیا او پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې د افغانانو لاسنیوی وکړي او د را روان ژمي لپاره افغانستان ته خپلې ژمنۍ مرستې را ولېږي. د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د الخدمت فاونډیشن له مشر څخه وغوښتل، چې هغو ناروغانو ته د پاکستان روغتونونو ته د ورتګ په لاره کې پراته خنډونه هوار کړي، چې غواړي د افغاني سرې میاشتې له لوري یې په پاکستان هېواد کې درملنه وشي. د الخدمت فاونډېشن مسوولینو ژمنه وکړه، چې دوی به په یادو برخو کې افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکوي او خپلې مرستې به افغانستان ته رالېږي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص دوه میاشتې وړاندې د الخدمت فاونډیشن د مشرتابه له غړي ښاغلي پروفیسور حفیظ الرحمن او د یاد بنسټ د خیبرپښتونخوا د څانګې له مشر ښاغلي خالد وقاص او ورسره پلاوي سره په کابل کې په خپل کاري دفتر کې لیدلي وو. په یاده لیدنه کې الخدمت فاونډیشن ژمنه کړې وه، چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره به د زړه په سوري د اخته ناروغو ماشومانو او همدارنګه د رواني ناروغانو په درملنه او پالنه کې مرسته کوي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص پاکستان هېواد ته د خپل روان سفر په ترڅ کې څلور ورځې وړاندې د پاکستان د سرې میاشتې له عمومي رییس ښاغلي ابرارالحق سره هم په اسلام اباد کې د پاکستان د سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې لیدنه کړې وه. په یاده لیدنه کې د هغو افغان ماشومانو په اړه دوه اړخیزې خبرې شوې وې، چې زړونه یې سوري دي. د پاکستان سرې میاشتې ټولنې مشرانو ژمنه کړې وه، چې په دې اړوند به مرسته کوي او د زړه پر سوري د اخته ماشومانو درملنې ته به لاره هواروي. په دې سفر کې د بیت السلام خیریه ټولنې عمومي مسوول شیخ عبدالستار سره په لیدنه کې د افغانستان د خلکو پر ستونزو او ورسره د همکاریو په زیاتولو او همدارنګه د صعب العلاج او د سوري زړه پر ناروغیو د اخته ناروغانو د درملنې په اړه خبرې شوې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۷:۴۹
Background image

vافغاني سرې میاشتې ته د آذربایجان څه باندې ۷ ټنه خوراکي مرسته وسپارل شوه

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
په افغانستان کې د آذربایجان سفیر الهام محمدوف د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د هغه مرستیال حافظ عزیز الرحمن ته د یادې ټولنې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۷:۱۵
Background image

کابل کې رمضاني مرستې؛ ۳۰۰ بې وزلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کابل مرکزي مرستون کې پر ۳۰۰ اړمنو او بې وسه کورنیو بېلابېل خوراکي او غيرخوراکي توکي ووېشل.
ياده مرسته د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۸:۲۴
Background image

د روژې د میاشتې په مناسبت؛ لغمان کې پر ۴۰۰ اړمنو کورنیو خُرما ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په لغمان ولایت کې پر ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو د روژې د میاشتې په مناسبت ۱.۶ ټنه خُرما ووېشل شوه.
ياده مرسته چې د ملک سلمان د بشري. . .

BACK TO NEWS