د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د الخدمت فاونډیشن له مشر عبدالشکور سره د افغانانو پر اړتیاو لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
Sat, Dec 11 2021 8:25 PM
مولوی مطیع الحق خالص سر پرست ریاست عمومی افغانی سره میاشت با محترم عبدالشکور رییس الخدمت فوندیشن روی حل مشکلات و ضروریات افغان ها ملاقات نمود!

د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص تېره ورځ د ۱۴۰۰لمریز کال د لیندۍ پر ۱۹مه، چې له ۵/۵/۱۴۴۳ سپوږمیزې نېټې سره سمون خوري؛ پاکستان هېواد ته د خپل روان سفر په ترڅ کې په لاهور ښار کې د الخدمت فاونډېشن له مشر محترم عبدالشکور او غړو سره د الخدمت فانډېشن په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره کړه. په دې لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص افغانستان ته د الخدمت فاونډېشن له لوري په تېر کې د رالېږلو مرستو د مننې په ترڅ کې د الخدمت فاونډېشن له مسوولینو وغوښتل، چې د خوراکي موادو تر څنګ روغتیا او پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې د افغانانو لاسنیوی وکړي او د را روان ژمي لپاره افغانستان ته خپلې ژمنۍ مرستې را ولېږي. د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د الخدمت فاونډیشن له مشر څخه وغوښتل، چې هغو ناروغانو ته د پاکستان روغتونونو ته د ورتګ په لاره کې پراته خنډونه هوار کړي، چې غواړي د افغاني سرې میاشتې له لوري یې په پاکستان هېواد کې درملنه وشي. د الخدمت فاونډېشن مسوولینو ژمنه وکړه، چې دوی به په یادو برخو کې افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکوي او خپلې مرستې به افغانستان ته رالېږي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص دوه میاشتې وړاندې د الخدمت فاونډیشن د مشرتابه له غړي ښاغلي پروفیسور حفیظ الرحمن او د یاد بنسټ د خیبرپښتونخوا د څانګې له مشر ښاغلي خالد وقاص او ورسره پلاوي سره په کابل کې په خپل کاري دفتر کې لیدلي وو. په یاده لیدنه کې الخدمت فاونډیشن ژمنه کړې وه، چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره به د زړه په سوري د اخته ناروغو ماشومانو او همدارنګه د رواني ناروغانو په درملنه او پالنه کې مرسته کوي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص پاکستان هېواد ته د خپل روان سفر په ترڅ کې څلور ورځې وړاندې د پاکستان د سرې میاشتې له عمومي رییس ښاغلي ابرارالحق سره هم په اسلام اباد کې د پاکستان د سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې لیدنه کړې وه. په یاده لیدنه کې د هغو افغان ماشومانو په اړه دوه اړخیزې خبرې شوې وې، چې زړونه یې سوري دي. د پاکستان سرې میاشتې ټولنې مشرانو ژمنه کړې وه، چې په دې اړوند به مرسته کوي او د زړه پر سوري د اخته ماشومانو درملنې ته به لاره هواروي. په دې سفر کې د بیت السلام خیریه ټولنې عمومي مسوول شیخ عبدالستار سره په لیدنه کې د افغانستان د خلکو پر ستونزو او ورسره د همکاریو په زیاتولو او همدارنګه د صعب العلاج او د سوري زړه پر ناروغیو د اخته ناروغانو د درملنې په اړه خبرې شوې وې.

Latest news

Thu, Mar 05 2026 5:43 PM
Background image

Over 7 Tons of Food Aid from Azerbaijan Handed Over to ARCS

Thursday, March 5, 2026

The Ambassador of Azerbaijan to Afghanistan, Ilham Mohammadov, handed over 150 food aid packages to Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of. . .

Thu, Mar 05 2026 5:29 PM
Background image

Ramadan Aid in Kabul: Food and Non-Food Items Distributed to 300 Needy Families

Thursday, March 5, 2026

The ARCS distributed various food and non-food items to 300 vulnerable and needy families at its Central Marastoon in Kabul.
The aid was distributed in the. . .

Thu, Mar 05 2026 8:34 AM
Background image

Dates Distributed to 400 Vulnerable Families in Laghman for Ramadan

Thursday, March 5, 2026

The ARCS distributed 1.6 tons of dates to 400 vulnerable and impoverished families in Laghman Province.
The assistance, provided by the King Salman Humanitarian. . .

BACK TO NEWS