د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د FMIC روغتون له مسول سره ولیدل!

Website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۵:۲۱
محترم مولوی مطیع الحق خالص سرپرست ریاست عمومی هلال احمر افغانی با رئیس شفاخانه FMIC دیدار نمود!

شنبه د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د محرم الحرام په ۹مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص کابل کې د FMIC روغتون له مسول عزیز احمد جان سره د سوري زړه د ناروغانو د درملنې په اړه په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

 

یاده ناسته کې د داسې یو تړون د لاسلیک کېدو په اړه مقدماتي هر اړخیز بحث وشو، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغاني سرې میاشتې او یاد روغتون ترمنځ لاسلیک شي چې له مخې به یې په سوري زړه د اخته ناروغو ماشومانو درمنله وشي.

 

محترم مولوی مطیع الحق خالص سرپرست ریاست عمومی هلال احمر افغانی با رئیس شفاخانه FMIC دیدار نمود!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۴:۲۸
Background image

د افغاني سرې میاشتې له لوري په دره نور ولسوالۍ کې د مرستې په موخه د ۱۰۰ زلزله ځپلو کورنيو سروې سرته ورسيده!

د ربيع الاول په ۵مه افغاني سرې میاشتې د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په مختلفو کليو کې د ۱۰۰ ﺯلزله ځپلو کورنيو چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو سروې ترسره شوه.یادو ځپل شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د افغاني سرې میاشتې د پنجشیر ولایت د ځوانانو کلپ د یاد ولایت په خنج ولسوالۍ کې له تنکیو ځوانانو د کانکور آزمایښتي آزموینه واخیسته!

د هېواد تنکیو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابرول د افغاني سرې میاشتې له موخو ګڼل کېږي. په همدې موخه د روان سپوږمیز کال د ربیع الاول پر ۴مه د افغاني سرې میاشتې د پنجشیر ولایت د ځوانانو. . .

شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۹:۰
Background image

هرات

د اړمنو او بېوزلو لاسنیوی د افغاني سرې میاشتې له موخو ګڼل کېږي، په همدې موخه یې پنجشنبه د ربیع الاول پر ۳مه د نړیوال فدراسیون او ترکیې هېواد په مرسته د هرات ښار د بېلابېلو سیمو ۵۰۰ اړمن. . .

BACK TO NEWS