د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د لوی اختر د مبارکۍ په مناسبت د افغاني سرې میاشتې سکرتر جنرال ښاغلي ډاکټر محمد نبي برهان، د ګڼو ریاستونو رییسانو، امرینو او نورو کارکوونکو غونډه ترسره کړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۲ - ۱۵:۲۳
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د لوی اختر د مبارکۍ په مناسبت د افغاني سرې میاشتې سکرتر جنرال ښاغلي ډاکټر محمد نبي برهان، د ګڼو ریاستونو رییسانو، امرینو او نورو کارکوونکو غونډه ترسره کړه!

د ذوالحجې پر ۱۳مه د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د لوی اختر د مبارکۍ په مناسبت د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص، د افغاني سرې میاشتې سکرتر جنرال ښاغلي ډاکټر محمد نبي برهان، د ګڼو ریاستونو رییسانو، امرینو او نورو کارکوونکو غونډه ترسره کړه.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د پیل خبرو کې د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو ته د اختر مبارکي وړاندې کړه. نوموړي وویل د اخترونو ورځې د الله تعالی له لوري د خوشالۍ ورځې دي، کوچني اختر کې مسلمانان د فطر د صدقې په ورکړه د خپلو غریبو وروڼو لاسنیوی کوي ښاغلي خالص د خپلو خبرو دوام کې وویل چې د خوښۍ او ویاړ خبره داده چې د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو د سیلاب او زلزله ځپلیو سیمو له اوسېدونکو سره یو ځای د خپلو کورونو ډېر لرې له هغوی سره اختر تېر کړ، د هغوی خدمت یې وکړ او اړتیاوې یې ور پوره کړې. نوموړي وویل، چې دا ویاړ یوازې زما نه بلکې ستاسې د ټولو شریک ویاړ دی، چې د ګړندیو هڅو له امله مو خپل کړی؛ په ټولو کارکوونکو نه یوازې دا چې ویاړ کوم بلکې مننه هم درڅخه کوم او راتلونکي کې د لا ډېر پرمختګ هیله درڅخه لرم! زموږ ټولو هدف په ملي او نړیواله کچه د افغاني سرې میاشتې پرمختګ او د خوار ولس لاسنیوی او مرسته مو ګډ ارمان دی. د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د خبرو پای کې زیاته کړه افغاني سرې میاشتې ته د مشرانو په حکم د خدمت په منظور له یو څادر سره راغلی یم، د بېرته تګ پر مهال د هیڅ اضافي امتیاز غوښتونکی او اخیستونکی نه یم.

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د لوی اختر د مبارکۍ په مناسبت د افغاني سرې میاشتې سکرتر جنرال ښاغلي ډاکټر محمد نبي برهان، د ګڼو ریاستونو رییسانو، امرینو او نورو کارکوونکو غونډه ترسره کړه!

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د لوی اختر د مبارکۍ په مناسبت د افغاني سرې میاشتې سکرتر جنرال ښاغلي ډاکټر محمد نبي برهان، د ګڼو ریاستونو رییسانو، امرینو او نورو کارکوونکو غونډه ترسره کړه!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۹:۱۴
Background image

بادغيس ولایت کې ٤٨٧ تنه زده کوونکو ته زده کړې ورکړل شوي دي

دوشنبه، ٢۶ ذوالحجه ۱۴۴۶
 د ‎افغاني سرې میاشتې اړوند د بادغيس ولایت د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ٤٨٧ زده کوونکو ته د اسلامي ښوونې، سیرت النبي، لیک لوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۹:۴
Background image

کونړ ولايت کې د ٥١١٣ هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

دوشنبه، ۲۶ ذوالحجه ١۴۴۶
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٩٩٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۵:۲۹
Background image

پکتیا ولایت کې د يوې ناروغې ماشومې له کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې د مقام د حکم پر اساس د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د هغې دوه کلنې ناروغې ماشومې له کورنۍ سره لس زره (۱۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره. . .

BACK TO NEWS