پکتیا ولایت کې د يوې ناروغې ماشومې له کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې د مقام د حکم پر اساس د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د هغې دوه کلنې ناروغې ماشومې له کورنۍ سره لس زره (۱۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه، چې د اقتصادي ستونزو له امله يې کورنۍ د درملنې توان نه درلود.