د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس او مرستیال د ترکیې هېواد د IHH له استازي سره وکتل!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۲ - ۹:۲۰
در اخیر نماینده بنیاد خیریه IHH تعهد سپرد که در آینده تمام مساعدت های خویش را از طریق جمعیت هلال  احمر افغانی انجام دهد.

یکشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري میاشتې پر ۲۱ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او مرستیال ملانورالدین ترابي د ترکیې هېواد د IHH خیریه بنسټ له استازي ښاغلي احمد سره لیدنه ترسره کړه.

په پیل کې د IHH خیریه بنسټ استازي ښاغلي احمد د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او مرستیال ملانورالدین ترابي ته په خپل وار سره د افغاني سرې میاشتې له کړنو او فعالیتونو خوښي څرګنده کړه، چې هرکله یې د بېوزله هېواد والو لاسنیوی کړی، نوموړي زیاته کړه غواړو د روژې مبارکې په میاشتې کې له بېوزله افغانانوسره د ۵۰۰ ټنه اوړو مرسته ترسره کړو، چې له پلان سره سم به د افغاني سرې میاشتې له لوري پر بېوزلو او اړمنو وګړو ووېشل شي.

په مقابل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د ترکیې هېواد د یاد خیریه بنسټ استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوی له ترسره شویو مرستو مننه وکړه، دوی یې لازیاتو مرستو ته وهڅول او د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري یې د پوره  شفافیت او هر اړخیزې همکارۍ  ډاډ ورکړ.

همداراز د افغاني سره میاشتې ټولنې مرستیال ښاغلي ملانورالدین ترابي د لیدنې په ترڅ کې زیاته کړه دا چې افغاني سره میاشت په هېواد کې يواځینۍ خیریه او ملي ټولنه ده، چې خپلې کړنې په بشپړې ناپلوۍ سره سرته رسوي، ښه به دا وي چې خپلې مرستې د افغاني سرې میاشتې له لارې هیواد والو ته ووېشل شي او د IHH خیریه بنسټ استازي ته یې په دې برخه کې د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي لارښوونه وکړه، چې د مرستو د وېش د ګړنديتوب او د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي په موخه باید مرستې له ولایتي پلان سره سم د نیږدې بندرونو له لارې وارد او ووېشل شي.

په پای کې  د IHH خیریه مؤسسې استازي ژمنه وکړه، چي په راتلونکي کې به خپلې ټولې مرستې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لارې سرته رسوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۹:۲۶
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د چارو ادارې له لوی رئیس سره د بشري همکاریو په اړه وکتل

سې شنبه، ۱۴ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن په خپل کاري دفتر کې د چارو ادارې له لوی رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث نورالحق انور او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۱۸
Background image

کابل؛ د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي د موندنو د تحلیل او تائید څلور ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده

سې شنبه، ۱۴ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي (PER) د ارزونې، تحلیل او تایید په موخه جوړه شوې څلور ورځنۍ غونډه، د هر اړخیزو بحثونو او پرېکړو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۸:۴۰
Background image

کابل؛ کارکوونکو ته د ختیځ زون د زلزلې له عملیاتو څخه د زده شویو تجربو په اړه ورکشاپ ورکړل شو

دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان جوړونې آمریت، د ځوانانو او رضاکارانو، پېښو او روغتیا ریاستونو، او د ختیځ زون د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو د. . .

BACK TO NEWS