د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د عمان هېواد د الهیئة العمانیة للاعمال الخیریة له مشر سره د سعودي عربستان د جدې په ښار کې لیدنه ترسره کړه!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د عمان هېواد د الهیئة العمانیة للاعمال الخیریة له مشر سره د سعودي عربستان د جدې په ښار کې لیدنه ترسره کړه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان پر شته اقتصادي وضعیت د افغاني سرې میاشتې پر فعالیتونو او رول، د کونډو، یتیمانو، فقیرانو او جنګ ځپلو کورنیو پر اقتصادي وضعیت تفصیلي خبرې وکړې او د الهیئة العمانیة للاعمال الخیریة له مشر یې وغوښتل، چې افغاني سرې میاشتې ته د بېلابېلو بشري پروژو د تطبیق په برخو کې د مرستې او همکارۍ لاس ورکړي الهیئة العمانیة للاعمال الخیریة مشر ژمنه وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې له لارې به په افغانستان کې د افغانانو لاسنیوی پیل کوي او له افغاني سرې میاشتې سره به همکاري کوي.