د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د سعودي عربستان د جدې ښار کې د کویت د سرې میاشتې له پلاوي سره ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۹:۲۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د سعودي عربستان د جدې ښار کې د کویت د سرې میاشتې له پلاوي سره ناسته ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د سعودي عربستان د جدې ښار کې د کویت د سرې میاشتې له پلاوي سره ناسته ترسره کړه. ناسته کې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د کویت د سرې میاشتې او خیریه بنسټونو مننه وکړه، چې افغاني سرې میاشتې ته یې د مرستو پراخ لاس ورکړی نوموړي د کویت د سرې میاشتې له پلاوي غوښتنه وکړه، چې له تېر څخه هم ډېر افغاني سرې میاشتې ته د مرستې او همکارۍ لاس ورکړي، ځکه افغانستان لا هم مرستو ته ستره اړتیا لري.نوموړي همدا ډول د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې برخه کې د کویت د سرې میاشتې مرستې اړینې وبللې او هیله یې وښوده، چې په دې برخه کې هم افغاني سرې میاشتې ته د ملاتړ لاس ورکړل شي. د کویت د سرې میاشتې پلاوي ژمنه وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی او ملاتړ به کوي او افغانستان ته د نغدو پیسو د لېږد د ستونزو له حل کیدو وروسته به اړینې بشرپالې پروژې پلې کوي پلاوي همدا ډول څرګنده کړه، چې د کویت سره میاشت به تل د یو دوست او خواخوږي په څېر د افغانانو هر اړخیز لاسنیوی کوي او له افغاني سرې میاشتې سره به ګډه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

کونړ کې پر بزګرانو ۲۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۸ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله پر ۱۰۰۰ زیانمنو شوو بزګرانو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۵۹
Background image

کونړ کې له ۱۷۷ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل او څوکۍ ولسواليو پر ١٧٧ هغو مېرمنو، یو میلیون، اته سوه اته پنځوس زره او پنځه سوه (۱،۸۵۸،۵۰۰) افغانۍ نغدي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۴۹
Background image

پروان کې څه باندې ٢۵۰۰ ناروغانو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي

پنجشنبه، ٨ جمادى الأولى ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٤٤٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS