د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان لپاره د نړیوال فدراسیون له مسئول سره ناسته وکړه
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان لپاره د نړیوال فدراسیون له مسئول سره ناسته وکړه
نن د ربیع الأول میاشتې پر ۲۳ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسؤل ښاغلي نېسېفور مګېنډي او مل پلاوي سره د همغږۍ ناسته وکړه.
کتنه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اړمنو او پېښځپلو د لاسنيوي په برخه کې د نړیوال فدراسیون مرستې اغېزمنې او ګټورې یادې کړې، نوموړي د یاد بنسټ له مسئول څخه غوښتنه وکړه، څو د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ناروغانو تر څنګ د رواني ناروغانو د درملنې په برخه کې خپلې مرستې پراخې کړي.
ورپسې ښاغلي نېسېفور مګېنډي په خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ته بهرنیو هېوادونو ته د بشري مرستو دراجلبولو په موخه د سفرونو برابرولو ترڅنګ د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو او رواني ناروغانو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.