د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس په افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب له مسئول سره وکتل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۶
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس په افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب له مسئول سره وکتل!

نن پنجشنبه د رجب میاشتې پر ۲۹مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ددې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب له مسئول ښاغلي جیرمي سمېت سره د ګډو فعاليتونو د همغږۍ په تړاو ناسته وکړه.
ناسته کې سرپرست عمومي رئيس له دې خیريه ملي ټولنې د ملاتړ برخه کې د دوی له همکاریو مننه وکړه او د برتانیې د سره صلیب مرستې یې د بې سرپرسته او اړمنو کورنیو د لاسنیوي لپاره ارزښتمنې یادې کړې.
دا راز ښاغلي دلاور له ښاغلي سمېت څخه د سوري زړه ناروغانو د درملنې په برخه کې د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه او نوموړي ته یې د یادو ناروغانو د بېوزلۍ په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل. 
ورپسې په افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب مسئول د خپلو همکاریو د جاري ساتلو د دوام ډاډ څرګند کړ او د مرستونونو او سوري زړه ناروغانو د درملنې په برخه کې د مرستې سربېره يې ژمنه وکړه، چې کاري شريکان به  و هڅوي، څو له دې خیریه ملي ټولنې سره خپلې مرستې لا پراخې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۰:۲۱
Background image

پنجشېر ولايت کې ٦٩٢١ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

پنجشېر ولايت کې ٦٩٢١ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د پنجشېر ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٥٠٤ تنو ناروغانو ته د کتنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۲۰:۵۸
Background image

له هرات ولايت د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ ته د روغتيايي خدماتو په موخه يو عراده امبولانس او ٩ کانتيرونه واستول شول!

له هرات ولايت د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ ته د روغتيايي خدماتو په موخه يو عراده امبولانس او ٩ کانتيرونه واستول شول!

نن چهارشنبه د شوال مياشتې پر ١٨مه، د افغاني سرې مياشتې مقام د حکم پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۹:۳۰
Background image

خوست او لوګر ولایتونو کې فارمسستانو او رضاکارانو ته ورکشاپونه ورکړل شول!

خوست او لوګر ولایتونو کې فارمسستانو او رضاکارانو ته ورکشاپونه ورکړل شول!

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ زون په کچه په خوست ولایت کې ۱۱ تنو فارمسستانو ته د درملو د مدیریت تر. . .

BACK TO NEWS