د افغاني سرې میاشتې د پېښو ادارې له لورې ۹۳۸۷۲۵ پېښځپلو سره مرسته!
په ستونزمنو حالاتو کې د انسانانو ژوند ژغورل د بډايه خلکو انساني، اخلاقي او ديني وجيبه ده! د هېواد په ټولو ولایتونو کې د افغاني سرې میاشتې پیښو ته د ځواب وینې اداره د پيښو پر مهال د پېښځپلو لاسنيوى او مرسته کوي. په همدې اساس، یادې ادارې له تیرو ۷ میاشتو راپدېخوا د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ۹۳۸۷۲۵ پېښځپلو ته خوراکي، غير خوراکي او نغدي مرستې وېشلي دي.