د افغاني سرې میاشتې د يو شمېر مرکزي رياستونو کارکوونکو ته د سره صليب نړيوالې کمېټې او سرې مياشتې د مالي چوکاټ پر مخ بېولو او مالي طرز العملونو په تړاو درې ورځنى ورکشاپ پيل شو!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۶:۶
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې د يو شمېر مرکزي رياستونو کارکوونکو ته د سره صليب نړيوالې کمېټې او سرې مياشتې د مالي چوکاټ پر مخ بېولو او مالي طرز العملونو په تړاو درې ورځنى ورکشاپ پيل شو!

نن دوشنبه د شعبان میاشتې پر ۲۵ مه، د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د مالي، مرستون، نشرات، کارکوونکو چارو، د مالي سرچينو د پراختيا، روغتيايي چارو، محافظت او مصٸونيت رياستونو، د تدارکاتو، کنټرول او پلان جوړونې آمريتونو کارکوونکو ته د سره صليب نړيوالې کمېټې او سرې مياشتې د مالي چوکاټ پر مخ بېولو او مالي طرز العملونو په تړاو درې ورځنى روزنيز ورکشاپ پيل شو.
په ياد ورکشاپ کې به د اړونده برخو کارکوونکو ته په روان زيږديز کال کې د مالي چارو د ښه تنظيم او شفافيت د رامنځته کولو په موخه د پورته يادو شويو موضوعاتو په تړاو مهم معلومات وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS