د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي ترمنځ دوحه کې دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۹:۱۳

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي فيصل محمد العمادي ترمنځ دوحه کې د بشري مرستو، د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې، حرفوي زده کړو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د قطر له سرې میاشتې او حکومته له افغاني سرې میاشتې سره په بېلابېلو برخو کې د پرلپسې مرستو او همکارۍ د مننې ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې پلاوی ته دوحې ته د سفر او د یو شمېر سفارتونو او خیریه ټولنو له مسؤلینو سره لیدنو ته د لارې د هواري مننه هم وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د قطر سره میاشت به له افغانستان سره بشري مرستې روانې وساتي. نوموړي وویل "زمونږ هیله ده د قطر سره میاشت افغانستان کې د بې سرپرستو او یا نورو ته د مرستې لپاره لاس غځوونکو کورنیو د اقتصادي ستونزو حل کولو کې افغاني سرې میاشتې ته د مرستې او همکارۍ لاس ورکړي؛ ترڅو افغاني سره میاشت دوی ته د حِرفوي زده کړو مرکزونه جوړ کړي او له دې لارې وکړای شي پر خپلو لاسونو د خپلو کورنیو کفالت وکړای شي". همدا ډول د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د قطر له سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په برخه کې همکاري او مرسته وغوښته، چې د قطر د سرې میاشتې د سکرتر جنرال ښاغلي فيصل محمد العمادي له لوري د همکارۍ د ډاډ ترڅنګ د حِرفوي زده کړو د مرکزونو په برخه کې هم د مرستې ډاډ څرګند شو. ښاغلي فیصل محمد العمادي وویل "مونږ د افغاني سرې میاشتې پر کړنو او شفافیت بشپړ باور لرو او د همدې اعتماد او ورورۍ پر بنسټ په روان سخت وضعیت کې د افغاني سرې میاشتې تر څنګ ولاړ یو او د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې د برخې ترڅنګ به د حِرفوي زده کړو او بې سرپرستو کورنیو په برخه کې هم لازمه همکاري وکړو" نوموړي وویل "له افغاني سرې میاشتې سره پیل کړې پروژې روانې ساتو او هڅه کوو له همدې لارې په افغانستان کې نوې پروژې پیل کړو". نوموړي وویل "د راتلونکې روژې په مناسبت افغانستان کې یو شمېر پروګرامونه لرو، چې له افغاني سرې میاشتې په همغږۍ به یې ترسره کړو".

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۷:۴۴
Background image

هرات؛ ۳۷ رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لویدیځ زون په کچه په هرات ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۷ تنه نارینه ناروغان تر بشپړې درملنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

کابل؛ د پروژو د اغېزمن مدیریت او معياري پروپوزل ليکنې په اړه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان‌ جوړونې آمریت له لوري د پروژو د پرمختللي مدیریت، پروپوزل لیکنې، څارنې، ارزونې، حساب‌ ورکونې او زده‌ کړې په برخو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS