د افغاني سرې مياشتې نويو ګرځنده روغتيايي ټيمونو هلمند ولایت کې روغتيايي خدمات پيل کړل!
د افغاني سرې مياشتې پنځه نويو ګرځنده روغتيايي ټيمونو د ربيع الثاني په ٨مه د هلمند ولایت په مارجه، بست، سنګین، نهرسراج او نادعلي ولسوالیو کې دعامې روغتيا په همغږۍ رسما په کار پیل وکړ. نوموړو ټیمونو کې یو ډاکټر، قابله، نرس واکسیناتور او يو فارمسست شامل دی، چی ګرانو او بيوﺯلو هیوادوالو ته د یادو ولسوالیو په ليرې پرتو سيمو کې روغتیائي خدمات وړاندې کوي.
د يادونې وړ ده، چې نوموړو ډاکټرانو او ګرځنده ټيمونو ته ټول اړين درمل او سهولتونه چمتو شوي و.