د افغاني سرې مياشتې ستراتیژیک پلان د پوهاوي په اړه یو ورځنی ورکشاپ دایر شو

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۵:۱۸
د افغاني سرې مياشتې ستراتیژیک پلان د پوهاوي په اړه یو ورځنی ورکشاپ دایر شو

سې شنبه، ۱۴ ربیع الآخر ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د مرکز، سیمه ییزو زونونو، ولایتي نماینده ګیو او مستقلو آمریتونو مسئولینو ته د ستراتيژیک پلان د پوهاوي په موخه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
ورکشاپ کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام او نړیوالو کاري شریکانو ( آی، سي، آر، سي او ملي ټولنو نړیوال فدراسیون) استازو هم ګډون درلود.
د ورکشاپ په پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د ستراتیژیک پلان د اړتیا، ارزښت او موخو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې د سیمه ییزو زونونو او ولایتي نماینده ګیو د مسؤلینو نظریات او تجربې د دغه پلان په پیاوړتیا او اغېزمنتیا کې مهم رول لري. نوموړي له ټولو ګډونوالو وغوښتل، چې د خپلو اړوندو ولایتونو د کاري لومړیتوبونو، اړتیاوو او ننګونو په اړه خپلې تجربې او نظریات شریک کړي، څو داسې یو جامع او موثر ستراتیژیک پلان جوړ شي چې د ټولنې اړتیاوو ته واقعي ځواب ووایي.
له بل خوا د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام ستراتیژیک پلان د یوې ادارې د اوږد مهاله اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یو مهم سند او اداري چارو د تنظیم برخه کې اساسي نقشه وګڼله. نوموړي زیاته کړه چې دا پلان نه یوازې د افغاني سرې میاشتې کاري بهیر منظموي، بلکې له نړیوالو کاري شریکانو سره د همکاریو پراخولو، شفافیت او مرستو د مؤثریت برخه کې هم اغېزمن تمامېدای شي.
یاد ورکشاپ کې  برخه والو ته د ستراتیژیک پلان د پېژندنې، اړتیا، موخو او جوړښت په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۷:۱۸
Background image

د روژې په مناسبت؛ کاپیسا کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو خُرما ووېشل شوه

دوشنبه، ۱۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کاپیسا ولایت کې پر ۳۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ۲.۴ ټنه خُرما ووېشله.
ياده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵۲
Background image

کابل کې د روانې ناروغانو د درملنې مرکز لپاره د ګرمې اعاشې د چمتو کولو د داوطلبۍ ناسته وشوه

دوشنبه، ۱۳رمضان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې اړوند کابل کې د روانې ناروغانو د پالنې او درملنې مرکز لپاره د ۲۵ قلمه ګرمې اعاشې د چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه.
د داوطلبۍ دا ناسته،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴۰
Background image

لوګر کې ۲۰۰ راستنو شوو کورنیو د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي مرسته ترلاسه کړه

دوشنبه، ۱۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې لوګر ولایت کې له ۲۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷.۵ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د لس. . .

BACK TO NEWS