خوست کې د راستنو شوو کډوالو لاسنیوی؛ پر ۱۰۰۰ کورنیو خوراکي او غير خوراکي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۴:۵۷
خوست کې د راستنو شوو کډوالو لاسنیوی؛ پر ۱۰۰۰ کورنیو خوراکي او غير خوراکي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۱۵ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په ځانګړي لارښوونه، د خوست ولایت په مرکز کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو ۷۱ ټنه خوراکي مرسته ووېشل شوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۷۱ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې په کې اوړه، وریژې، غوړي، بوره، کیلو رُب او مکروني شامل وو.
سربېره پر دې، هرې کورنۍ ته یو شمېر غیر خوراکي توکي هم ووېشل شول، چې د ښځینه‌وو کالي، د سر مینځلو شامپو او نور اړین توکي پکې شامل وو.
دا مرسته به د یادو کورنیو د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.
افغاني سره میاشت د راستنو شوو کډوالو ترڅنګ ولاړه ده او د هغوی لاسنیوی او خدمت خپل انساني او ملي مسؤولیت ګڼي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۶:۳
Background image

پنجشېر کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو د روژې په مناسبت خُرما ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۲ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري پنجشېر ولایت کې پر ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ۲.۴ ټنه خُرما ووېشل شوه.
دغه مرسته چې د روژې په مناسبت ترسره شوه، موخه یې په دې مبارکه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۵:۱۹
Background image

د روژې په مناسبت؛ کاپیسا کې ۵۰۰ راستنې شوې کورنۍ له ۴۰ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۱۲ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کاپیسا ولایت کې له ګاونډیو هېواد څخه پر راستنو شوو ۵۰۰ کورنیو ۴۰ ټنه خوراکي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸۰ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۹
Background image

د افغاني_سرې_میاشتې ۹۲ يمه ګڼه مجله خپره شوه

د افغاني سرې میاشتې درې‌ مياشتنۍ #مجله، چې ددې ادارې د فعالیتونو، عامه پوهاوي او اړوندو معلوماتي مطالبو لنډ او منظمې برخې پکې ځای پر ځای شوي، تازه له چاپه راووته.
لوستونکي کولای شي، دا. . .

BACK TO NEWS