خوست ولایت کې ۳۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه!

شنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۹ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په مرکز کې ۳۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د ترکیې هېواد له لوري چمتو شوې د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یاده مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۳ کیلو بوره، ۶ کیلو وریژې ، ۲ کیلو دال، ۲ کیلو لوبیا، ۲ کیلو نخود، ۲ کیلو عدس او ۲ ټیکري شامل وو.

