خوست؛ ۷۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۸.۲۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې د وېش لړۍ روانه ده

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۸:۴۶
K

پنجشنبه، ۱۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۷۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۸.۲۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې د وېش لړۍ روانه ده.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په ملاتړ چمتو شوې ده، چې د بېځایه شویو کورنیو د بېړني ملاتړ او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه هرې کورنۍ ته ۱۱ زره افغانۍ ورکول کېږي.

په همدې لړ کې نن د ځاځي میدان ولسوالۍ ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۲.۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

د یادونې وړ ده، چې د دغې لړۍ په لومړۍ ورځ د علیشېرو ولسوالۍ ۳۵۰ کورنیو ته ۳.۸۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې وه او ټاکل شوې ده، چې سبا (په وروستۍ ورځ) به د ګربزو ولسوالۍ ۲۰۰ نورو کورنیو ته هم ۲.۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شي.

افغاني سره میاشت د بېځایه شویو او زیانمنو کورنیو لاسنیوی خپل بشري مسؤولیت ګڼي او هڅه کوي د هغوی عاجلو اړتیاوو ته پر وخت ځواب ووایي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته ديني او عصري زده کړې ورکړل شوي

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۶۰۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

کاپیسا؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کاپیسا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۵۲۸ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴۷
Background image

بامیان؛ ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې

پنجشنبه، ۱۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د بامیانو ولایت د نماینده ګۍ ریاست د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته، د هغوی د غوره ښوونیزو خدمتونو، معیاري تدریس. . .

BACK TO NEWS