بامیان؛ ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې
پنجشنبه، ۱۵ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د بامیانو ولایت د نماینده ګۍ ریاست د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته، د هغوی د غوره ښوونیزو خدمتونو، معیاري تدریس او اغېزمنو فعالیتونو د قدردانۍ په موخه، نغدي ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.
د دغه پروګرام موخه د رضاکارو استادانو هڅونه او له مادي او معنوي پلوه د هغوی ملاتړ و.
افغاني سره میاشت د رضاکارانو د هڅونې او مسلکي ملاتړ له لارې هڅه کوي، چې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د بشري خدمتونو کچه لوړه او د رضاکارۍ کلتور لا پیاوړی کړي.
