تخار ولايت کې ۱۱۷۰۹ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
تخار ولايت کې ۱۱۷۰۹ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د تخار ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۲۶۵۷ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۷۶ تنو ټپیانو پانسمان، ۹۶۳ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۶۷۳۴ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۳۱۹ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۸۷۲ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۱۱۵ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.