بدخشان
رضاکاران د افغاني سرې میاشتې لپاره د ملا د تیر حیثیت لري، په همدې موخه نن دوشنبه د روان ۱۴۴۴ کال د جمادی الاولې په ۱۱ مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د بدخشان ولایت د سرې میاشتې په ریاست کې د رضاکارانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه. غونډې ته د وينا په ترڅ کې د افغاني سرې میاشتې د نمايندګۍ رئيس الحاج محمد عیسی "جاهد" د رضاکارانو بشرپالې کړنې وستایلې او رضاکاران یې د افغاني سرې میاشتې فعال ځواک وباله.