بدخشان ولایت کې ۳۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه!
جمعه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۸ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې ۳۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د ترکیې هېواد له لوري چمتو شوې د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یاده مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیتره غوړي، یو روغتیایي کیټ او ګڼ نور توکي شامل وو.