بامیان؛ ۲۳ کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۷:۳۸
B

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۳ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.

د ورکشاپ په ترڅ کې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې د تاریخچې، بنسټیزو اصولو، نښان، بشري خدمتونو او د دندو د اغېزمن ترسره کولو په اړه نظري او عملي معلومات او لارښوونې وړاندې شوې.

دغه ورکشاپ د دې لپاره جوړ شوی و، چې د کارکوونکو او رضاکارانو مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې شي او وکولای شي اړمنو هېوادوالو ته بشري خدمتونه په چټک، اغېزمن او معیاري ډول وړاندې کړي.

د ظرفیت لوړونې دغه ډول پروګرامونه د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا او د بشري خدمتونو د کیفیت د ښه والي لپاره مهم رول لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او ډنمارک سره صلیب د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

سې‌ شنبه، ۲۸ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن، د ډنمارک سره صلیب د پروګرامونو او ستراتیژۍ له سلاکارې تینا اګرباک سره وکتل او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

BACK TO NEWS