افغاني سرې میاشتې ننګرهار کې د ورښتونو له امله زیانمنو شوو ۲ کورنیو سره نغدي مرسته وکړه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۲
ng

سې شنبه، ۸ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د ننګرهار ولایت د نازیانو او دُر بابا ولسوالیو له هغو ۲ کورنیو سره، چې د سختو ورښتونو او خونو د چت پرېوتو له امله په کې ۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی و؛ نغدي مرسته وکړه، چې هرې کورنۍ ته ۱۱،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
دغه مرسته له یادو کورنیو سره د بېړني لاسنیوي او بشري خواخوږي په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د یوې بې‌ طرفې او بشرپالې ټولنې په توګه، تل هڅه کوي چې د پېښو له امله د زیانمنو شوو کورنیو لاسنیوي او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

پروان کې زرګونو ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۴۷۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۳۵
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ۱۴۴٧

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۴۹۷۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې اړوند ۶ دوکانونه د کرایې لپاره مزایدې ته وړاندې شول

شنبه، ۲۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د منډوي په بازار کې د افغاني سرې میاشتې اړوند ۶ دوکانونه د کرایې په موخه په جلا جلا توګه مزایدې ته وړاندې شول.

یاده مزایده د. . .

BACK TO NEWS