افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲۳ ناروغ ماشومان پلازمېنه کابل کې ګلوبل روغتون ته د عملیاتو لپاره ور وپېژندل!
روانه میاشت کې افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۸۶ ماشومان پلازمېنه کابل کې بېلابېلو روغتونونو ته ور پېژندلي. په تېر یو کال کې افغاني سرې میاشتې ۴۶۵ تنه د درملنې په موخه روغتونونو ته ور پېژندلي، چې له جملې یې ۹ تنه له هېواد دباندې لېږل شوي. پر یادو ناروغو ماشومانو له ۷۵۰۰۰ تر ۲۱۰۰۰۰ افغانیو لګښت کېږي، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري تادیه کېږي.