افغاني سرې مياشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ۳۵ ښوونيز مرکزونو له لارې په ټوليز ډول ۲۷۸۳ تنه وګړو ته په بېلابېلو برخو کې د خدمت ترسره کولو او د پېښو له زيانونو د ځان ژغورنې اړوند زده کړې اوعامه پوهاوی ورکړی دی.

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۹:۱۹
خبرونه

افغاني سرې مياشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ۳۵ ښوونيز مرکزونو له لارې په ټوليز ډول ۲۷۸۳ تنه وګړو ته په بېلابېلو برخو کې لکه ښوونې او روزنې، شخصي او چاپېريالي روغتيا ساتنې، لومړنيو روغتيايي مرستو ترسره کولو او د پېښو له زيانونو د ځان ژغورنې اړوند زده کړې او عامه پوهاوی ورکړی دی.
 ترڅنګ يې د افغاني سرې مياشتې د غړيتوب په برخه کې ۲۰۲ تنه نوي غړي هم راجذب کړي دي.

تازه خبرونه

BACK TO NEWS