افغاني سره میاشت غواړي چې د مرکزي مرستون د ودانۍ د زیانمنېو سیمو د رغولو ترڅنګ په یاد مرستون کې د لمریزې برېښنا ۴۱.۵ کیلو واټه سیستم رامنځ ته کړي!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۰:۲۳
افغاني سره میاشت غواړي چې د مرکزي مرستون د ودانۍ د زیانمنېو سیمو د رغولو ترڅنګ په یاد مرستون کې د لمریزې برېښنا ۴۱.۵ کیلو واټه سیستم رامنځ ته کړي!

افغاني سره میاشت غواړي چې د مرکزي مرستون د ودانۍ د زیانمنېو سیمو د رغولو ترڅنګ په یاد مرستون کې د لمریزې برېښنا ۴۱.۵ کیلو واټه سیستم رامنځ ته کړي، د همدې موخې لپاره د افغاني سرې میاشتې د مرکزي مرستون رئیس، په افغانستان کې د ترکیې سرې میاشتې رئیس ښاغلي فرید ضیاء او د ډنمارک د آی سي آر سي مسئولې نیوویس ویدریک په ګډه د مرکزي مرستون له زیانمنو سیمو د اروزنې او لمریزې برېښنا د سیستم رامنځ ته کولو په موخه له مرستون څخه لیدنه ترسره کړه. تر لیدنې وروسته په افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې رئیس ښاغلي فرید ضیاء د افغاني سرې میاشتې د مرکزي مرستون له رئیس ښاغلي مولوي الیاس خېل ناصري سره ژمنه وکړه، چې د مرستون زیانمنې سیمې به رغوي او په دې برخه کې به شاوخوا دوه سوه زره امريکايي ډالر لګوي. ټاکل شوې د ترمیم او لمریزې بریښنا د جوړښت چارې به ژر ترسره شي.

kk

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS