ارزګان!
د افغاني سرې میاشتې له لورې ارزګان ولایت کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱ کیلو شین چای، یو نیم پاکټ مکروني، د ماشومانو د لوبو موټرونه، ۱۵ جوړې ښځینه او د ماشومانو لباسونه او ۲۱ چکۍ د ځان وینځلو صابون شامل وو.
