ارزګان کې ۳۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د روغتیا ساتنې توکي وویشل شول!
د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې ۳۰۰ بې ځایه شویو، بېوزلو او زیانمنو کورنیو ته حفظ الصحه توکو بستې وویشل شوې.
په یادو بستو کې هرې کورنۍ ته سطل، د اوبو بوشکې، جان پاکونه، د ځان وینځلو صابونونه، د کالیو وینځلو صابونونه، د غاښونو کریمونه او برسونه، شامپو او ګڼ نور توکي وویشل شول.