نورستان؛ پر ۲۲ سېلاب ځپلو کورنیو ۶۶۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
دوشنبه، ۲۶ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په مرکز پارون کې پر ۲۲ هغو سېلاب ځپلو کورنیو ۶۶۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې څه موده وړاندې ورته د سختو سېلابونو له امله ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.
دغه مرسته د چین د سره صليب له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د دغې مرستې موخه د سېلاب ځپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د سېلابونو له امله د رامنځته شویو ستونزو راکمول دي.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ لپاره د بشري مرستو د چمتو کولو او رسولو بهیر ته دوام ورکوي او هڅه کوي، چې د مرستندویو هېوادونو او بنسټونو په ملاتړ اړینې مرستې پر وخت تر مستحقو کورنیو ورسوي.
