نورستان؛ پر ۲۲ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۶۶۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۹
N

دوشنبه، ۲۶ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په مرکز پارون کې پر ۲۲ هغو سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۶۶۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې څه موده وړاندې ورته د سختو سېلابونو له امله ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.

دغه مرسته د چین د سره صليب له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

د دغې مرستې موخه د سېلاب‌ ځپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د سېلابونو له امله د رامنځته شویو ستونزو راکمول دي.

افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ لپاره د بشري مرستو د چمتو کولو او رسولو بهیر ته دوام ورکوي او هڅه کوي، چې د مرستندویو هېوادونو او بنسټونو په ملاتړ اړینې مرستې پر وخت تر مستحقو کورنیو ورسوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۲۷
Background image

پکتیا؛ ۲.۸ تُن مواد غذایی به ۴۰ خانواده سیلاب‌زده توزیع شد

سه‌شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

هلال احمر افغانی، ۲.۸ تُن مواد غذایی را به ۴۰ خانواده سیلاب‌زده در شهر گردیز مرکز ولایت پکتیا و ولسوالی‌های زرمت و احمد ابا این ولایت توزیع نمود.

این کمک‌ها که از. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۲
Background image

هرات؛ کار ساخت شبکه آب‌رسانی برای ۲۶۲ خانواده آغاز شد

سه‌شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

کار ساخت شبکه آب‌رسانی برای ۲۶۲ خانواده در قریه‌ بازمحمد ولسوالی کهسان ولایت هرات، از سوی هلال احمر افغانی آغاز شد.

بر اساس این پروژه، یک حلقه چاه به عمق ۱۰۰ متر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۴
Background image

پنجشیر؛ به خانواده آسیب‌دیده از آتش‌سوزی کمک‌های عاجل ارائه شد

سه‌شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

هلال احمر افغانی به یک خانواده آسیب‌دیده از آتش‌سوزی در قریه درخیل ولسوالی رخه ولایت پنجشیر، کمک‌های عاجل ارائه نمود.

این کمک‌ها به‌منظور تأمین نیازهای عاجل. . .

BACK TO NEWS