لوګر او میدان وردګ؛ ۱۸۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۱۲.۷ ټنه خوراکي توکي ورکړل شول
دوشنبه، ۲۶ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې ۱۸۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۱۲.۷ ټنه خوراکي توکي ورکړل شول.
له دغو کورنیو څخه ۱۲۰ یې د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو او ۶۰ نورې یې د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار او سیدآباد، جغتو، دایمیرداد او نرخ ولسوالیو اوسېدونکې وې.
دغه مرسته، چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، له مخې یې هرې کورنۍ ۷۰.۵ کیلوګرامه خوراکي توکي ترلاسه کړل، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۵ کیلو وریجې، ۵.۵ کیلو بوره او ۵ کیلو لوبیا شامل وو.
یاده مرسته د سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو د پوره کولو په موخه ورکړل شوه.
افغاني سره میاشت د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د هغوی د اړتیاوو پر بنسټ پر وخت بشري مرستې ورسوي او بېړنى لاسنیوی يې وکړي.
