کابل؛ افغاني سرې میاشتې او ډنمارک سره صلیب د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
سې شنبه، ۲۸ المحرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن، د ډنمارک سره صلیب د پروګرامونو او ستراتیژۍ له سلاکارې تینا اګرباک سره وکتل او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د بشري همکاریو د پراختیا او ګډو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.
په کتنه کې حافظ عزیزالرحمن د ډنمارک سره صلیب له همکاریو مننه وکړه او د افغاني سرې میاشتې د روانو بشري فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. هغه وویل، افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو او له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو کډوالو ته بشري خدمتونه وړاندې کوي او په دې برخه کې د نړیوالو شریکانو همکاري مهمه او اغېزمنه ده.
نوموړي د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، په لرې پرتو سیمو کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د پراختیا، د بې سرپرسته مېرمنو د ملاتړ او د رواني ناروغانو د درملنې په برخو کې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.
اغلې اګرباک، د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه وستایل او ویې ویل، چې د ډنمارک سور صلیب د راتلونکو پنځو کلونو لپاره پر داسې پلان کار کوي، چې له مخې به یې له افغاني سرې میاشتې سره منظمې او دوامدارې بشري همکارۍ لا پراخې شي.
نوموړې د ګډو بشري پروګرامونو د دوام ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د دواړو بنسټونو ترمنځ به په بېلابېلو بشري برخو کې همکارۍ دوام ومومي.
