دایکندي؛ د تندر لوېدو پېښې له زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه
چهارشنبه، ۸ محرم الحرام ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د دایکندي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې له هغې کورنۍ سره ۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې د تندر لوېدو په پېښه کې یې د کورنۍ یو غړي خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
دغه مرسته د چین سره صلیب په ملاتړ چمتو شوې وه، چې موخه یې د یادې کورنۍ بېړنی لاسنیوی او ورسره د بشري خواخوږۍ څرګندول وو.
افغاني سره میاشت د یوې بې طرفې او بشرپالې ټولنې په توګه هڅه کوي د طبیعي پېښو له امله زیانمنو هېوادوالو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د هغوی د عاجلو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
