خوست؛ ۵۴ رضاکارانو ته د روغتیايي کېټونو وېش ترسره شو
یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په مرکز، ځاځي میدان او ګربزو ولسوالیو کې ۵۴ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د روغتیا ساتنې کېټونه ورکړل شول، چې له مخې يې هر رضاکار ته یو کېټ وسپارل شو.
ټاکل شوې چې دغه توکي به د افغاني سرې میاشتې د عامه پوهاوي د غونډو پر مهال، د رضاکارانو له لوري په سیمه کې پر عامو وګړو ووېشل شي.
دغه رضاکاران به د عامه پوهاوي له لارې د روغتیا، حفظ الصحې او وقایوي تدابیرو په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي.
افغاني سره میاشت د عامه پوهاوي د پیاوړتیا او د روغتیايي خدماتو د ښه والي په موخه دا ډول فعالیتونه پلي کوي.
