کندهار کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې
یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
د یادې مرستې له مخې هرې کورنۍ ته د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
افغاني سره میاشت هڅه کوي چې له بېځایه شویو کورنیو سره پر وخت مرسته وکړي.
