پکتیکا کې پر ۳۰ دیني مدرسو د ۱۰.۵ ټنه خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوه
یکشنبه، ۱۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې په ګډون نهو ولسوالیو (وازه خوا، وړممۍ، تروې، برمل، نعمت آباد، خوشامند، ارګون، شکین او ګیان) کې د ۳۰ دیني مدرسو پر زده کوونکو د ۱۰.۵ ټنه خوراکي توکو د مرستې د وېش لړۍ پيل شوه.
ټاکل شوې ده په مرسته کې به هرې مدرسې لپاره ۱۲۵ لیټره غوړي او ۲۲۵ کیلو بیسکويټ ورکړل شي.
دغه مرسته د زده کوونکو د تشویق او ملاتړ په موخه ترسره کېږي.
افغاني سره میاشت د یوې بې طرفه او بشرپالې ټولنې په توګه هڅه کوي؛ څو د هېواد اړمنو او بېوزله وګړو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي.
