کابل او هرات کې د افغاني سرې مياشتې پر ملکيتونو د ۱۵ کلنې پانګونې داوطلبۍ ترسره شوې
پنجشنبه، ٩ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې په مرکزي دفتر کې د کابل او هرات ولايتونو د اړوندو ملکيتونو د ۱۵ کلنې پانګونې لپاره د داوطلبۍ درې جلا ناستې ترسره شوې.
ياد ملکيتونه په کابل کې د امیري او اریانا روغتونونو شاته ۶۵۹۰ متر مربع، د رحمان مېنې په سيمه کې ۱۰۲۷۵ متر مربع او د هرات ولايت د ارغوان غونډۍ په ساحه کې ۴۰۶۱.۱۴ متر مربع مساحت لري.
دغه ناستې د تهيې او تدارکاتو آمريت له لوري تنظيم شوې وې، چې لسو ودانيزو شرکتونو پکې ګډون کړی و.
ټاکل شوې ده، د اسنادو تر ارزونې او قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته، د يادو شويو ملکيتونو د پانګونې قراردادونه له شرايطو سره سم ګټونکو شرکتونو ته ورکړل شي.
