افغاني سرې میاشتې او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ پر همغږۍ خبرې وکړې

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۴:۴۹
افغاني سرې میاشتې او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ پر همغږۍ خبرې وکړې

چهارشنبه،  ۸ رمضان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل ترمنځ له ګاونډیو هېوادونو د تازه راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل او هغوی ته د بشري مرستو برابرولو په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
ناسته کې راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنیو مرستو، لنډمهاله سرپناه، روغتیايي خدمتونو او خوراکي توکو د برابرولو پر څرنګوالي مفصل بحث وشو.
 دواړو لورو ټینګار وکړ چې د کډوالو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره به ګډې هڅې لا پیاوړې کړي او د مرستو د راجلبولو په برخه کې به همغږي زیاته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۶:۳۲
Background image

غزني؛ ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د روژې په مناسبت د خُرما مرسته وشوه

پنجشنبه، ۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري غزني ولایت کې له ۲۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د ۱.۶ ټنه خُرما مرسته وشوه.
ياده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۶:۲۱
Background image

د افغاني سرې مياشتې عمومي رئیس د راستنو شوو کډوالو د ستونزو د حل په موخه د الوزيو قوم له مشرانو سره وکتل

پنجشنبه، ۹ رمضان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې مياشتې عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په مرکزي دفتر کې د الوزيو قوم مشرانو سره ننګرهار او لوګر ولايتونو ته له ګاونډيو هېوادونو د راستنو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کابل او هرات کې د افغاني سرې مياشتې پر ملکيتونو د ۱۵ کلنې پانګونې داوطلبۍ ترسره شوې

پنجشنبه، ٩ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې په مرکزي دفتر کې د کابل او هرات ولايتونو د اړوندو ملکيتونو د ۱۵ کلنې پانګونې لپاره د داوطلبۍ درې جلا ناستې ترسره شوې.
ياد ملکيتونه په کابل کې د. . .

BACK TO NEWS