هرات؛ د پېښو مدیریت د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
شنبه، ۱۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په نماینده ګۍ کې د پېښو پر وړاندې د ځواب وینې ۲۵ تنو غړو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد په موخه د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.
ورکشاپ کې ګډونوالو ته د بېړنیو پېښو پر مهال د غوره او چټکو اقداماتو، زیانمنو شوو وګړو سره د مرستې او د نغدو پیسو لېږد د معیاري تګلارو په اړه په نظري او عملي بڼه مفصل معلومات ورکړل شول.
د دې ورکشاپ موخه په ناورینونو او بېړنیو حالاتو کې زیانمنو شوو وګړو ته پر وخت، اغېزمن او مسلکي توګه د خدماتو وړاندې کول وو.
