بلخ کې له ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
شنبه، ۱ جمادی الأخرة ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د البرز او چارکنت ولسوالیو د بېلابېلو کلیو له ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېوزلۍ د کچې را کمولو په موخه ۳۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۷۸ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا او خُرما په کې شامله وه.
