د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د آسیا زون له رئیس سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص لیدنه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۸/۱ - ۸:۳۲
سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی محترم مولوی مطیع الحق خالص با رئیس زون آسیا کمیته بین المللی صلیب سرخ ملاقات نمود!

نیټه:٢٩-۷-۱۴۰۰

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د آسیا زون له ریسې آغلې کریسټن چیپولا، په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له رئیس ښاغلي ایلوا فیلیون او کوپریشن له ریسې آغلې ”رابرتا“ سره په داسې حال کې وکتل، چې د ملي ټولنې سکرترجنرال ښاغلي ډاکتر محمد نبي برهان هم ګډون درلود.

پدې لیدنه کې په افغانستان کې د سره صلیب او ملي ټولنو د نړیوال غورځنګ پر بشرپاله مرستو او په هیواد کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې پر ٤٠ کلن ماموریت خبرې اترې او همدارنګه د یاد بشرپال غورځنګ د مرستو پر لا پراختیا ټینګار وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۳۵
Background image

کابل؛ له کارکوونکو د نبوي سیرت د زده کړو د ارزونې په موخه ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۳۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کارکوونکو د ورځنیو دیني زده کړو د ارزونې په موخه د نبوي سیرت ازموینه واخیستل شوه.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ۱۰۰ ماشومانو بریالي عملیاتونه ترسره شول

یکشنبه، ۳۰ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې اړوند په قلبي روغتون کې د دغه روغتون له پرانیستې تر دې دمه د زړه سوري لرونکو ۱۰۰ ماشومانو د زړه بریالي عملیاتونه ترسره شوي دي.

په دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

کابل؛ د ناورین پر مهال د بېړنۍ مرستې د بودیجې د بنسټونو په اړه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۳۰ ربیع‌ الاول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پېښو، رضاکارانو، نړیوالو اړیکو او کارکوونکو چارو ریاستونو او پلان جوړونې آمریت یو شمېر کارکوونکو ته د ناورین پر مهال. . .

BACK TO NEWS