کابل؛ د ناورین پر مهال د بېړنۍ مرستې د بودیجې د بنسټونو په اړه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۰:۴۶
K

یکشنبه، ۳۰ ربیع‌ الاول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پېښو، رضاکارانو، نړیوالو اړیکو او کارکوونکو چارو ریاستونو او پلان جوړونې آمریت یو شمېر کارکوونکو ته د ناورین پر مهال د بېړنۍ مرستې د بودیجې د بنسټونو په اړه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړ شوی چې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال د عملیاتي چارو مرستیال مولوي روح‌ الله عبدالسلام او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل په حضور کې یې پرانیسته وشوه.

د ورکشاپ په پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال د دغه روزنیز پروګرام پر اهمیت خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې له وړاندې شوو مطالبو څخه پوره ګټه واخلي. 

نوموړي وویل چې دا ډول روزنیز پروګرامونه د پېښو پر مهال د اغېزمن او پر وخت ځواب‌ ویلو په برخه کې مهم رول لري. هغه د ورکشاپ د جوړېدو په برخه کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مالي او تخنیکي ملاتړ څخه مننه وکړه.

ورپسې په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر د پېښو پر وړاندې د اغېزمنې ځواب وينې لپاره د مخکېني چمتووالي، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ، د منابعو پر وخت تنظیم او حساب‌ ورکونې پر اهمیت خبرې وکړې.

نوموړي ګډونوالو ته د پېښو پر وړاندې د چمتووالي، حساب‌ ورکونې او له تېرو تجربو څخه د زده‌ کړې په اړه هم اړین معلومات وړاندې کړل.

په دغه څلور ورځني ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او اړینو اقداماتو، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د رول او فعالیتونو، د ناورین پر مهال د بېړنۍ مرستې د بودیجې د بنسټونو، د پېښو پر مهال د ځواب‌ وینې د تجربو او له تېرو تجربو څخه د راتلونکو پېښو لپاره د ګټې اخیستنې په اړه روزنه ورکړل شي.

افغاني سره میاشت د ناورینونو پر وړاندې د اغېزمن چمتووالي او ځواب‌ وینې لپاره د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د منابعو د اغېزمن مدیریت او حساب‌ ورکونې د پیاوړتیا په برخه کې هڅې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۲۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د بریتانیا له ځانګړي استازي سره د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې

چهارشنبه، ۲ جمادی الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ښاغلي ریچارډ لینډزي سره په کتنه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۲:۲۶
Background image

کندهار؛ ۲۰ رواني ناروغان تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

چهارشنبه، ۲ جمادی الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کندهار زون د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۲۰ تنه ناروغان تر درملنې او روغېدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول.

افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۴
Background image

کابل؛ ننګرهار او کونړ نماینده ګيو د رغنیزو چارو لپاره د داوطلبۍ ناستې وشوې

چهارشنبه، ۲ جمادى لأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ننګرهار اوکونړ ولایتونو په نمایندګيو کې څوکیدارانو ته د اتاقونو، پخلنځي او تشنابونو د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په مرکزي دفتر. . .

BACK TO NEWS