د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ ته د بشري خدماتو د پياوړتيا او پراختیا په برخه کې معلوماتي پریزنټيشن وړاندې شو!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۷:۴۶
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ ته د بشري خدماتو د پياوړتيا او پراختیا په برخه کې معلوماتي پریزنټيشن وړاندې شو!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام او په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون سرپرست مسٸول ښاغلي میلن ګیزداویک، د ستراتیژیکې همغږۍ او بشري ديپلوماسۍ مسٸولې آغلې هُما نادر په شتون کې نن سه شنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۱۵ مه، د برتانیې هېواد د سره صلیب د ستراتېژیکو پالیسو د مرستیالې آغلې بېکا روبي له خوا د دې خیریه ملي ټولنې مرکزي دفتر کې د بشري خدماتو د پياوړتيا او پراختیا په موخه معلوماتي پریزنټيشن وړاندې شو. 

د یاد پرېزنټېشن پر مهال سرپرست عمومي رئیس د بشري خدماتو او فعاليتونو د اغېزمنتیا او لا ښه والي په اړه د نویو معلوماتو او مشورو د شریکولو په برخه کې له دوی څخه د مننې ترڅنګ د دې خیریه ملي ټولنې په تشکیلاتي جوړښت کې د وړ او با استعداده کسانو په ګمارنه کې د بشپړ عدالت او ناپلوۍ ډاډ وړاندې کړ.

دا راز ښاغلي دلاور زیاته کړه چې په نړیواله کچه د بشري مرستو د کموالي له امله افغاني سره میاشت هم د بشري خدماتو د وړاندې کولو تر اغېز لاندې راغلې او دې برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه. 

د برتانیې هېواد د سره صلیب د ستراتېژیکو پالیسو مرستیالې د خپلې څېړنې له مخې د ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې له خنډونو سره سره د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورماله او دوامداره بشرپالو فعاليتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او  د بېلابېلو ملي ټولنو له مسٸولینو سره د اړیکو ټینګولو، په ملي او نړیواله کچه د باور او اعتماد فضاء او داخلي عایداتي سرچینو رامنځته کولو په هکله د مشورو اخېستلو، تېرو بحراني حالتونو کې د ترسره شویو بشري مرستو مثبتو نقطو ته د پاملرنې برخه کې مهم او اړین معلومات وړاندې کړل او هم یې له افغاني سرې میاشتې سره د دوامداره مرستو هیله څرګند کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۲۰:۸
Background image

د لوی اختر په مناسبت پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو غوښه ووېشل شوه

شنبه، ۱۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ 
د لوی اختر په اوله ورځ، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل په مرکزي مرستون کې د ترکیې د سرې میاشتې او د دیانت خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۳۰
Background image

پکتيا ولايت کې پر راستنو شويو کډوالو کورنيو د کمپلو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۸ ذو الحجه ۱۴۴۶
 د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې پر هغو راستنو شويو کډوالو کورنيو د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۲۱ تختې کمپلې ووېشل شوې چې د بېلابېلو ولايتي ادارو د ګډې کمېټې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۱
Background image

فارياب ولايت کې ٩٠٣١ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ ذوالحجه ۱۴۴۶

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د فارياب ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٣٦١ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٢٤٩. . .

BACK TO NEWS