فراه ولایت کې پر سېلاب ځپلو، اړمنو او بېوزله کورنیو څه د پاسه ۱۶ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

فراه ولایت کې پر سېلاب ځپلو، اړمنو او بېوزله کورنیو څه د پاسه ۱۶ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!
د افغاني سرې میاشتې له لوري د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې له ۲۱۵ سېلاب ځپلو، اړمنو او بېوزله کورنیو سره په ټوله کې ۱۶.۲۹۷ ټنه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې د سرې میاشتې په مالي همکارۍ چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۷۵.۸ کیلو خوراکي توکي چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، روب، شین چای، مکروني او بیسکوټ په کې شامل وو؛ ورکړل شول.