د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر، زونونو او د ولايتي څانګو مسٸولينو ته روزنيز ورکشاپ پيل شو!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۴:۲۵
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر، زونونو او د ولايتي څانګو مسٸولينو ته روزنيز ورکشاپ پيل شو!

نن يکشنبه د جمادي الآخر میاشتې پر ١٣مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د سازماني ظرفيت ارزونې تر عنوان لاندې پنځه ورځنى روزنيز ورکشاپ پيل شو.
د ياد ورکشاپ پرانيسته کې د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د ورکشاپ ګډونوالو ته د ښه راغلاست او د ورکشاپ د تنظيموونکو څخه د مننې ترڅنګ افغان ولس او ملت لپاره د سرې مياشتې د کاري مسٸوليتونو او بشرپالو فعاليتونو د ارزښت په اړه هر اړخيزه او تفصيلي وينا وکړه او ياده يې کړه چې په دې خيريه، خپلواکې او ملي ټولنې هم  دولت او هم ملت پوره باور لري او مونږ هر يو بايد په کامل صداقت، اخلاص او رښتينولۍ ددې ځورېدلي او درديدلي ملت خدمت وکړو، نوموړي وويل افغاني سره مياشت  د قوي او غښتلي بشري ځواک په لرلو سره خپل بشرپال خدمات د هېواد په ګوټ ګوټ کې تر اړمنو، پېښځپلو او بې سرپرسته کورنيو پر وخت رسوي.
ښاغلي دلاور دا ورکشاپ د مسٸولينو ترمنځ د نظرياتو د تبادلې، د ستونزو او نيمګړتياوو د پېژندو او ستونزو ته د حل لارو د پيدا کولو غوره فرصت وګاڼه او له دوى يې غوښتنه وکړه څو له دې ورکشاپ څخه په اعظمي توګه ښه استفاده وکړي.

یاد ورکشاپ کې به د افغاني سرې مياشتې د سازماني ظرفيت ارزونې او تصديق په اړه بېلابېل خپل منځي بحثونه ترسره او د نتايجو په اړه يې لازمې پرېکړې وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS