د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان لپاره د نړیوال فدراسیون له مسئول سره ناسته وکړه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۹:۲۵
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان لپاره د نړیوال فدراسیون له مسئول سره ناسته وکړه
نن د ربیع الأول میاشتې پر ۲۳ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسؤل ښاغلي نېسېفور مګېنډي او مل پلاوي سره د همغږۍ ناسته وکړه. 

کتنه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اړمنو او پېښځپلو د لاسنيوي په برخه کې د نړیوال فدراسیون مرستې اغېزمنې او ګټورې یادې کړې، نوموړي د یاد بنسټ له مسئول څخه غوښتنه وکړه، څو د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ناروغانو  تر څنګ د رواني ناروغانو د درملنې په برخه کې خپلې مرستې پراخې کړي.
ورپسې ښاغلي نېسېفور مګېنډي په خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ته بهرنیو هېوادونو ته د بشري مرستو دراجلبولو په موخه د سفرونو برابرولو ترڅنګ د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو او رواني ناروغانو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS